سياستمهم خبرونه

افغانستان په تاجيکستان کې د درې چینایي وګړو وژنه په کلکه غندلې ده

د تاجيکستان د ختلان ولایت د شمس‌الدین شاهین په سیمه کې د درې چینایي تبعه‌و تر وژل کېدو وروسته، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه پېښه په سختو ټکو محکوم کړې ده. وزارت د دې پېښې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او ټينګار یې کړی چې هڅې روانې دي څو سیمه‌ییز ثبات ګډوډ کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، د لومړنیو موندنو او اړوندو ادارو د راپورونو پر بنسټ، په دې پېښه کې هغه ډلې لاس لري چې هڅه کوي د سیمې هیوادونه له عدم امن، بې‌باورۍ او نفاق سره مخ کړي. وزارت، پرته له دې چې د یوې ځانګړې ډلې نوم واخلي، خبرداری ورکړی چې دا ډول پېښې باید د سیمه‌ییزو اړیکو کمزوري کېدو لامل نه شي.

همداراز، وزارت ژمنه کړې چې د پېښې د هر اړخیزې څیړنې لپاره به له د تاجيکستان له دولت سره بشپړه همکاري کوي. د رسمي سرچینو په وینا، افغانستان چمتو دی چې د اطلاعاتو تبادلې، تخنیکي همکارۍ او ګډې ارزونې په برخو کې له تاجیکي چارواکو سره کار وکړي.

که څه هم د طالبانو حکومت په دغه اعلامیه کې په سمبولیک ډول له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې، خو د تېرو دوو کلونو تجربې ښيي چې دا اداره نه ده توانېدلې د سیمه‌ییز امنیت تأمین او د تندلارو ډلو فعالیتونو ته د پای ټکی کښېږدي. د قانوني حکومت نشتون او د سرحدي سیمو بې‌ثباتي د وسله‌والو ډلو د پراختیا زمینه برابره کړې او دا مسئله د ګاونډیو هیوادونو تر منځ پراخې اندېښنې راپارولي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button